په کابل کې د ۳۰ ښځو لپاره د شنو سوداګریزو مهارتونو د لوړولو روزنیز پروګرام

نېټه: ۱۴۰۵/۴/۱۱ | مطابق د ۲ جولای ۲۰۲۵

د اړیکو دفتر (TLO) د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ د شنو سوداګرۍ د ظرفیت لوړولو روزنیز پروګرام د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو په خونه کې د ۳۰ ښځو او نجونو لپاره ترسره کړ.

دا روزنیز پروګرام د دې لپاره جوړ شوی و چې ښځې، په ځانګړي ډول ځوانې نجونې او ښځینه کارآفرینانې، د پایدارو او چاپېریال دوستانه سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا په برخه کې توانمندې شي. په دې دوره کې ۳۰ ګډونوالو ښځو او نجونو ته د شنو سوداګریزو مفاهیمو، د بازار د سیالۍ د ښه کولو لارو چارو، او د منابعو د مسؤلانه مدیریت په اړه معلومات ورکړل شول.

د دې پروګرام موخه دا ده چې د کوچنیو، منځنیو او وړو تصدیو (MSMEs) ظرفیت لوړ شي څو پایدارې سوداګریزې طریقې عملي کړي، سیالي زیاته کړي، د مسؤلانه او چاپېریال دوستانه اقتصادي ودې ملاتړ وکړي، او د ښځو لپاره د کار فرصتونه زیات کړي.

Tags: No tags

Comments are closed.