د ښځو د پیاوړتیا او د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا د ملاتړ په موخه، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ۱۴۰۴ کال د قوس په ۱۰مه (د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر ۱مه) نېټه، هغه ۱۰۰ ښځې چې تازه یې د سوداګرۍ او کاروبار ډګر ته داخلې شوې دي، د آغا خان بانک ته ورپېژندلې.
د دې پروګرام موخه دا ده چې یادو ښځو ته د کوچنیو پورونو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي او د سوداګرۍ په برخه کې د هغوی لومړني ظرفیتونه پیاوړي کړي، ترڅو وکولای شي خپلې اقتصادي چارې په اغېزمن ډول پیل او پراخې کړي.
دا اقدام د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ملاتړیزو پروګرامونو یوه برخه ده چې د ودې، مالي خپلواکۍ او د هېواد په اقتصاد کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي په موخه ترسره کېږي.


