د ۱۵۰ بېوزله ښځو لپاره د بشري مرستو پروګرام د ښځو د سوداګرۍ خونې او د GNI مؤسسې په همکارۍ د ۱۴۰۴ کال د حوت په ۲۱ نېټه ترسره شو. دا پروګرام د ټولنې د زیانمنو قشرونو د ملاتړ، د اړمنو کورنیو د معیشت د ښهوالي او د ټولنیزې همغږۍ او همکارۍ د روحیې د پیاوړتیا په موخه طرحه شوی و.
د دې پروګرام پر مهال ګډونوالو ته لازمې مرستې ووېشل شوې او هڅه وشوه چې د داسې نوښتونو له لارې د اقتصادي ستونزو په کمولو او د بېوزله ښځو د ژوند د کیفیت په لوړولو کې اغېزمن رول ولوبول شي.



