Membership
د ښځو خونه یو د دادخواهۍ بنسټ دی چې د افغان ښځو د اقتصادي ستونزو د کمولو او له منځه وړلو او همدارنګه د سوداګرو ښځو د ستونزو د حل لپاره رامنځته شوې ده. د ښځو خونه په افغانستان کې د یو سالم او عادلانه چاپېریال د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي او ښځې توانمندوي تر څو د افغانستان په دوامداره اقتصادي پرمختګ او ودې کې فعاله ونډه واخلي.
لرلید: یو داسې افغانستان چې ملي او نړیوال بنسټونه د ښځو متشبثینو او د افغان ښځو د دوامداره اقتصادي پرمختګ په برخه کې د هغوی د ونډې په اړه سم درک او پېژندنه ولري.
ماموریت: د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د اغېزمن استازیتوب له لارې د افغان ښځو د اقتصادي ګټو د پرمختګ او تأمین لپاره په ملي او نړیواله کچه فعالیت کوي.
هدف: په خصوصي سکتور کې د ښځو د کاروبار لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کول تر څو هغوی وکولای شي د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې خپله ونډه او سهم ادا کړي.
د غړیتوب شرایط
- د ښځو شرکتونه، ښځینه سوداګرې او ښځینه کسبګرې چې د سوداګریزو، صنعتي، زراعتي، معدني او خدماتي جوازونه ولري، کولای شي د ټاکل شوې طرزالعمل له مخې د ښځو خونې غړیتوب ترلاسه کړي.
- هغه ښځې چې صنفي جواز ولري، کولای شي د ښځو خونې غړیتوب ترلاسه کړي.
- انجمنونه، اتحادیې، کوپراتیفونه او نور بنسټونه چې غړي یې په اقتصادي، سوداګریزو، صنعتي، زراعتي، معدني، خدماتي، کسبګریز او یا صنفي فعالیتونو بوخت وي، کولای شي په داوطلبانه توګه د لاندې شرایطو په نظر کې نیولو سره د ښځو خونې غړیتوب ترلاسه کړي:
- a) د عدلیې وزارت یا اړوند ادارې څخه د فعالیت قانوني جواز درلودل د اړوند تقنیني سند سره سم.
- b) د غړیتوب غوښتنلیک تایید د بنسټګرو د لږ تر لږه درېیمې برخې له خوا چې په هېواد کې قانوني او دایمي استوګنه ولري.
- c) د مالیاتي پاتې شونو نه لرل.
- غیر انتفاعي بنسټونه چې د ښځو د اقتصادي توانمندۍ، عاید رامنځته کولو او د کار موندنې په برخه کې له ډېرو ښځو سره کار کوي، کولای شي د ښځو خونې غړیتوب ترلاسه کړي.
- غړیتوب د دې اساسنامې د احکامو د منلو او د ټاکل شوي حقالعضویت د ورکړې وروسته ترلاسه کېږي.
- افتخاري غړیتوب هغو اشخاصو ته ورکول کېږي چې د هېواد د ښځو د اقتصادي ودې او پرمختګ او د ښځو خونې د پیاوړتیا لپاره یې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي وي.
- هغه غړي چې په څو ولایتونو کې استازیتوب او تجارت ولري، کولای شي د هماغو ولایتونو د ښځو خونې غړیتوب ترلاسه کړي او له امتیازاتو څخه یې ګټه واخلي.
- هر غړی حق لري چې یوازې په یوه انتخاباتي حوزه کې د ولایتي خونې د مدیره هیئت لپاره ځان نوماند کړي.
- افتخاري غړي د رایې له حق پرته د غړیتوب له ټولو امتیازاتو څخه برخمن دي.
- د نارینه وو شرکتونه او یا هغه شرکتونه چې ډېری کارکوونکي یې ښځې وي، کولای شي د ښځو خونې غړیتوب ترلاسه کړي.
- د هر غړي لپاره د انصراف حق محفوظ دی، خو د ورکړل شوي حقالعضویت او اعانې بېرته ورکول نه کېږي.
د غړیتوب ډولونه (مرکز)
- زما غږ زیاتول – کلنی 2000 افغانۍ
- ملاتړی – کلنی 5000 افغانۍ
- د اقتصادي حقونو ملاتړی – کلنی 10000 افغانۍ
- ملي شریک – کلنی 25000 افغانۍ
- مخکښ – کلنی 60000 افغانۍ
د غړیتوب ډولونه (ولایتونه)
- زما غږ زیاتول – کلنی 1000 افغانۍ
- ملاتړی – کلنی 3000 افغانۍ
- د اقتصادي حقونو ملاتړی – کلنی 6000 افغانۍ
- ملي شریک – کلنی 16000 افغانۍ
- مخکښ – کلنی 30000 افغانۍ
افتخاري غړیتوب
د ټولو برخو متخصصین د غړو د ودې او لوړتیا او د ښځو خونې سره د همکارۍ لپاره کولای شي افتخاري غړیتوب ترلاسه کړي.
د ټولو رشتهوو محصلین د مهارت او پوهې د ترلاسه کولو لپاره کولای شي افتخاري غړیتوب ترلاسه کړي.
د بنسټونو او انجمنونو غړیتوب
- هغه بنسټونه او انجمنونه چې تر 500 پورې کارکوونکي ولري – 25000 افغانۍ
- هغه بنسټونه او انجمنونه چې له 500 څخه ډېر کارکوونکي ولري – 50000 افغانۍ
حمایوي غړیتوب
- کوچني شرکتونه (تر 200 کارکوونکو) – 100000 افغانۍ
- منځني شرکتونه (تر 500 کارکوونکو) – 1500000 افغانۍ
- لوی شرکتونه (له 500 څخه ډېر کارکوونکي) – 2500000 افغانۍ
شرایط:
- شرکت د ښځو په مشرتابه کې وي
- د کارکوونکو اکثریت ښځې وي
- د ښځو د اقتصادي توانمندۍ لپاره تعهد ولري
- د خونې له لوري د مستقیمو خدماتو تمه ونه لري
د غړو حقوق
- د معلوماتو ترلاسه کول او په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون
- په ملي او نړیوالو پروګرامونو کې معرفي کېدل
- په داخلي او نړیوالو نندارتونونو کې ګډون
- له لوړپوړو دولتي او غیر دولتي چارواکو سره لیدنې
- د خونې له لارې تبلیغات
مکلفیتونه او انضباطي اجراآت
- متقابل احترام او ښه چلند
- د ژمنو پوره کول
- په غونډو کې منظم ګډون
- د دقیقو او بشپړو معلوماتو وړاندې کول
- د سرغړونې په صورت کې:
- شفاهي اخطار
- لیکلی اخطار
- د غړیتوب لغوه کول
د غړیتوب موده
- د غړیتوب موده یو کال ده
- غړیتوب د پای ته رسېدو وروسته تمدید کېدای شي
یادونه: د کلیوالي ښځو د اقتصادي توانمندۍ پروګرامونو لپاره 10٪ تخفیف په نظر کې نیول شوی دی.
اړین اسناد
د جواز کاپي، د هویت کاپي (تذکره یا پاسپورټ)، دوه قطعه عکسونه او سافټ کاپي، اساسنامه، بانکي معلومات/شخصي نمبر، تحصیلي اسناد
وروستۍ یادونې
- غړیتوب د فیس له ورکړې وروسته د راتلونکي کال تر پایه اعتبار لري
- ورکړل شوی فیس بېرته نه ورکول کېږي
- لغوه کول یوازې د ورکړې له 24 ساعتونو دننه امکان لري