previous arrow
next arrow
Slider

لیدنه

یو داسی افغانستان چی په هغه کښی په ملی او نړیوال ډګر کی د افغان سوداګرو ښځو څخه ښه پیژندنه او ښځي د افغانستان په اقتصادی پراختیا کښی ونډه او فعالیت ولری

دنده

د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه په ملی او نړیوال ډګر کښی د یوه اغیزمنی څانګی له لاری د افغان ښځو د اقتصادی ګټو د چمتوکولو او پرمختیا لپاره کار کوی

موخه

د دی خونی موخه دا ده تر څو په کال کي ۵ سلنه د ښځو ونډی زیاتوالی او په اقتصادی فعالیتو کښی د ښځو پيژندنه رامینځ ته کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونی په اړه

د ۲۰۰۲ کال راهیسې، ډیری غیر انتفاعی سازمانونو د افغانو ښځو د پیاوړتیا او د حقونو لاس ته راوړلو لپاره کار پیل کړ. ټولو خپل فعالیتونه او حق غوښتنی توجه د ښځو سیاسي، ټولنیز او کلتوري ګډون او حقونو باندی وکړ. هيڅ یو هم د ښځو اقتصادی ګډون یا د ښځو سوداګریز اندیښنی باندی تر اوسه کار ونکړ. اړتیا یو داسی نهاد ته چی د سوداګرو ښځو غږ تنظیم کړی او حق غوښتنه وکړی د هغوی ګټو لپاره چی د ښځو اقتصادی پیاوړتیا، د معلوماتو نقشه، ۲۰۰۲-۲۰۱۲، د افغانستان د څیړنی او ارزونی اداره (AREU): په ملی کچه راپور کښی، افغان میرمنو سازمان ته د یو چتر اړتیا باندی تاکید شوی دی. د سوداګرو ښځو یوې ډلې دا اړتیا او د یو بنیاد نشتوالي محسوس کړ، نو دوی سره په همکاری د افغانستان مخکښه سوداګرۍ د افغانستان د پراختیا لپاره یا (لید) دریځ جوړ کړ. لید په ۲۰۱۳ کښی جوړ شو او په رسمی توګه د جنوری په ۲۲ مه ۲۰۱۴ په کار پیل وکړ. دا افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونی سره د سوداګرو ښځو د یو واحد په حیث ثبت شو. لید یو وړاندیز د اقتصادی عالی شورا ته چی مشری ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غنی کوله وړاندی کړ تر څو نوم یی د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونی باندی بدل کړی. د دغی ارګان نوم د (لیډ، LEAD) نه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني په نوم را واوښتل شوه چی د افغانستان حکومت د اقتصادی عالی شورا لخوا د مارچ په ۱۲ مه ۲۰۱۷ منظور شو.

زمونږ خدمتونه

علمي او پالیسۍ پورې اړوند څیړنه

د دې برخې اصلي موخه د معلوماتو چمتو کول دي چې له حکومت او نړیوالو مرسته کونکو ادارو سره د پالیسی په جوړولو کی د ښځو ونډه زیاته لپاره همکاری همکاری وکړې.

د پلور ملاتړ

د ښځو د سوداګری او صنایعو خونه هڅه کوی چی د ملی و نړیوال نندارتونونو له لاری د محصولاتو پلور زیاتوالی سره د ښځو سوداګری باندی مثبت او واقعی اغیز رامنځه کی او د ښځو له خوا جوړ شوی محصولاتو نړیوال بازارنو او د ښځو د سوداګری و صنایعو خونی د شبکو د لاری توپیر را منځه کول دی.

د پانګونې ملاتړ

د بازار معلومات او ارقام چمتو کول سره د میرمنو لپاره د افغانستان اقتصاد کې د پانګوونې په برخه کی خطرونو کمول او فرصتونو خلاصول ؛ او د مالي منابع او زیربنا ته د لاسرسي اسانتیا را منځته کول دی.

داد غوښتنه او د پوهاوی لوړول

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هڅه کوي چی د هیواد په اقتصاد کې د میرمنو برخه وپیژني او د دی پراخیدو لپاره نوره زمینه برابره کړی. د ښځو نظریات او وړاندیزونه نه یوازې د افغانستان حکومت بلکې نړیوالې ټولنې په پالیسیو او برنامو کې په پام کې ونیسئ.

د اوسني او راتلونکي سوداګرۍ میرمنو ځواکمن کول

د افغان د سوداګرو میرمنو لپاره په سوداګرۍ پورې اړوند مختلف برخو کې د روزنې چمتو کول چې د دوی د پوهې کچه لوړ/دیر شی.


زمونږ شریکان