د لویدیځ زون د ښځو د سوداګرۍ خونې (هرات) د عید بازار
د ښځو لپاره د عید بازار نندارتون د ۱۴۰۵/۲/۲۵ څخه تر ۱۴۰۵/۳/۳ پورې د لسو ورځو لپاره د ستاره اسیا تالار کې، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې – د لوېدیځ زون له لوري د تیکا دفتر په ملاتړ ترسره شو.
دغه عید بازار د ښځو د سوداګرۍ د ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د بازار پیاوړتیا، د بازارموندنې فرصتونو رامنځته کولو او د ښځینه متشبثینو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا د هڅونې په موخه جوړ شو.
په دې پروګرام کې له ۲۰۰ څخه زیاتې ښځینه شرکتونه او سوداګرۍ له بېلابېلو سکتورونو څخه ګډون کړی و. ګډونوالو خپل محصولات لکه لاسي صنایع، کالي، خوراکي توکي، زعفران، تزئیني صنایع، اکسسوري، کورني صنایع او نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
دغه عید بازار د لسو ورځو په جریان کې د خلکو، ادارو او کورنیو له پراخ هرکلي سره مخ شو او د خرڅلاو، د برانډونو د معرفي کولو، د کاري شبکو د جوړولو او د ښځو د تولیداتو د ملاتړ لپاره یې ښه زمینه برابره کړه.
د دې ډول پروګرامونو جوړول د ښځو په اقتصادي وده، د ځان باور پیاوړتیا، د کوچنیو سوداګریو پراختیا او د هېواد د لوېدیځ زون په کچه د ښځینه متشبثینو د وړتیاوو په معرفي کولو کې مهم رول لري.
په پای کې، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه، د لوېدیځ زون د تیکا دفتر له ملاتړ، د همکارو ادارو له همکارۍ، ګډونوالو او د دې نندارتون له ټولو لیدونکو څخه مننه کوي او د ښځینه متشبثینو د ملاتړ پروګرامونو پر دوام ټینګار کوي.
د لغمان ولایت د ښځینه متشبثینو د تولیداتو او لاسته راوړنو بازارچه
نېټه: جمعه ۷/۵/۲۰۲۵
د «د هیلو هنداره او د افغان مېرمنو د ګنډلو» د تولیداتو او لاسته راوړنو نندارتون د ښځینه متشبثینو، صنعتکارانو او مېلمنو په ګډون د سلطان غازي بابا ښارګوټي کې، د هیلو هنداره خیاطي مرکز کې ترسره شو.
په دې نندارتون کې د افغان کالیو، خیاطۍ تولیداتو، لاسي صنايعو او د افغان مېرمنو نورو لاسته راوړنو ننداره وړاندې شوه چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوه.
د لغمان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو د ښځو اقتصادي فعالیتونو پراختیا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د ښځینه متشبثینو هڅونې پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغان مېرمنو هڅې یې د ځان بساینې او سوداګرۍ پراختیا لپاره ارزښتناکې وبللې.
دا نندارتون د مېرمنو په نوښت جوړ شوی و او ټولې چارې یې د مېرمنو له خوا تنظیم او مدیریت شوې وې.
د هرات کې د هري بازار د پنځم پړاو د پرانیستې مراسم
د هري بازار د پنځم پړاو د پرانیستې مراسم د ۱۴۰۵ کال د ثور په ۸مه، د سېشنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د بازار سنټر مارکېټ کې، چې د هرات ښار د ۶۴ متره، امام مسلم ۳۸ کې موقعیت لري، د جنوبلوېدیځ د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا ترسره شول.
د هري بازار دا پړاو د شاوخوا ۷۰ کارګاوو او شرکتونو په فعال ګډون سره ترسره شو، چې د ښځینه متشبثینو له خوا اداره کېږي او د بېلابېلو برخو استازیتوب کوي. دا چاره د ښځو د اقتصادي فعالیتونو وده او پیاوړتیا ښيي. همدارنګه، په دې پړاو کې له انلاین شاپونو سره ځانګړې همکاري هم په پام کې نیول شوې ده، تر څو د پلور د پراختیا او لویو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې دا پړاو د مارکېټ د مالک ښاغلي بشر په همکارۍ ترسره شوی، چې د مناسب ځای او اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې یې مهم رول درلود.
مراسم د آغلې سلجوقي په وینا پیل شول. نوموړې ګډونوالو او مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ، د بازار پراختیا او نوو سوداګریزو فرصتونو رامنځته کولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
وروسته، مراسم د دعایې په لوستلو سره رسماً پرانیستل شول.
دا نندارتون به د درېیو ورځو لپاره دوام وکړي او د ښځینه متشبثینو لپاره یو ښه فرصت برابروي، څو خپل محصولات معرفي کړي، پلور زیات کړي او خپل سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
په هرات کې د قرآن کریم او د نایکو ډلې د هنري آثارو نندارتون
د قرآن کریم د نندارتون او د نایکو ډلې د هنري آثارو د پرانیستې مراسم (چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د لویدیځ زون له یوه ویاړلي غړي سره تړاو لري)، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۱۳مه نېټه د هرات عامه کتابتون د علامه صلاحالدین سلجوقي په تالار کې ترسره شول.
د نندارتون د پرانیستې او د قرآن کریم او د نایکو ډلې د هنري آثارو د ټولګې د پرانیستې مراسم د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشرتابه، هنرمندانو او یو شمېر ګډونوالو په حضور کې ترسره شول. دا پروګرام د ټيکا (TIKA) دفتر او د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ملاتړ جوړ او ترسره شو.
مراسم د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شول، وروسته د دې پروګرام د بریالیتوب او د ښځو د کلتوري او هنري فعالیتونو د برکت لپاره دعا وشوه.
وروسته، اغلې سمیه سلیمانخیل، د نایکو ډلې مشره او د نندارتون تنظیموونکې، د پرانیستل شوي قرآن کریم په اړه معلومات وړاندې کړل. هغې وویل چې دا قرآن کریم د دې ډلې د ۱۴ نجونو له خوا د څلورو کلونو پرلهپسې هنري کار په ترڅ کې په لاسي ډول لیکل شوی، خطاطي او تذهیب شوی دی. هغې همدارنګه د اسلامي هنرونو د ساتنې، د خطاطۍ د ودې او د ښځینه هنرمندانو لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
وروسته، اغلې بهناز سلجوقي، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې – لویدیځ زون مشره، په خپله وینا کې د دې ستر معنوي او هنري اثر ارزښت یاد کړ او دا یې د ایمان، نوښت او د ښځینه هنرمندانو د وړتیاوو نښه وبلله. هغې همدارنګه د دې ډول کلتوري او هنري نوښتونو د دوامدار ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د لوېدیځ زون د ښځو د سوداګرۍ خونې (د هرات دفتر) او د پایدار ملاتړ مؤسسې (OSAA) ترمنځ د همکارۍ تفاهمنامه