مطبواعاتي خبرپاڼه
د ښځو نړیوالی ورځ لمانځل د سوداګرو ښځو سره
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونی یو کلنۍ کلیزی لمانځل
د ښځو خونی د هماهنګي او ملګرو لمانځل
نیټه او وخت: د روان کال د کب ۲۲ مه ، د سهار ۰۸:۳۰
ځای: د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونی دفتر
اړیکه: pr@awcci.af و یا 0706323379
د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ۱۳ مارچ کال ۲۰۱۸ یو خپرونه د خپل یو کلن موجودیت څخه، د ښځو نړیوالی ورځ او د ښځو خونی د هماهنګي او نوو ملګرو لمانځل په خاطر د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه په کابل کښی په لاره واچوه.
په کال ۲۰۱۳ کښی د افغانستان مخکښه سوداګرۍ د افغانستان د پراختیا لپاره یا (لید) تر نامه لاندی د ښځو حق غوښتنی دریځ جوړه کړه تر څو د سوداګرو ښځو ستونزی او غوښتنی په ملی پالیسیو او پلانونو کښی راونغاړي. د دغی ارګان نوم د (لیډ، LEAD) نه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني په نوم را واوښتل شوه. دغه پریکړه په داسی حال کښی ونیول شوه چی د اقتصاد عالی شورا مشری ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غني کوله او ددی شورا له پریکړي سره سم د یو فرمان په ترځ کښی ترسره شوه.
خپرونه د اغلی محترم کامله صدیقی د سوداګرۍ وزارت مرستیاله په وینا پیل شوه چی په هغه که د داسی سازمانونو پر اهمیت باندي لکه د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه ټینګار وکړ چی د ښځو سوداګرۍ څخه بینادی ملاتړ کوی او ډاډ ورکوی چی نور هم په هیواد کښی اساسی کارونه تر سره کوی. هغی وویل ” د سوداګرۍ وزارت، د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ښځو پراخیتا په خصوصی سکتور کښی خپل مهم ملګري ګڼي”.
په دی خپرونه کښی د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه یو شمیر هوکړه لیکونه د لاندی سازمانونو سره لاسلیک کړي دی چی په پایله کښی به یی د افغانستان سوداګرو ښځو سوداګرۍ ښه کولو لپاره کړنی تر سره شی.
- د افغانستان ملی استندرد اداره
- د کرنی وزارت
- د لاسی صنایعو ریاست، د سوداګرۍ وزارت
- د افغانستان نړیوال بانک
د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د خپل غړو معلوماتو کتاب دویمه برخه خپره او د ۲۰۱۷ کال کلنۍ راپور یی خپور کړ او په افغانستان کښی د پانګونی بالقوه ساحی څیړنه یی خپره کړه.
سربيره پردې، د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونه د افغانستان حکومت نوی لاسته راوړنه او د ښځو خونه چی په هغه کښی به ۵ سلنه غوره والی به د ښځو سوداګرۍ ته په ملی تدارکاتو کښی ورکول کیږی او د ملی تدارکاتو رئیس ښاغلی هوتکی ته یو ستاینلیک تخته چی د خونی غړو لاسلیک کړی وو ورکول شو.