دمنقولومالو درهن د لاری مالی منابعو ته د لاسرسی ورکشاپ

تاریخ: 12 وږی 1398

ځای : فیروز صالون کندهار

په د وږی په 12  نیټه 1398 په کندهار ولایت  کی د افغانستان بانک لخوا د کندهار په فیروز صالون کی د زده کړی یوورځنی پروګرام دایر سو. په دی ورکشاپ کی دکندهارد ټولو بانکونو نمایندګانو ونډه درلوده.  د کندهار سوداګر، مدنی فعالان  او د کندهار د ناحیو مشرانو هم پکښی ونډه واخیسته.

د بلنی په اساس د کندهارد ښځود سوداګری اوصنایع خونی د مدیری سره ۱۰ تنه سوداګرو میرمنوته  چه بلنه ورکول سوی وه ګډون وکړ. د پروګرام په شروع کی د افغانستان بانک رئيس ښاغلی  محمد نعيم اکبري ګډونوالو ته د ښه  راغلی تر څنګه د ورکشاپ پر موخه معلومات وړاندی کړل . ښاغلی اکبری پخپلوخبرو کی زیاته کړه  چه ددی تعلیمی  پروګرام موخه  د افغانستان د بانکونو څخه د پور اخیستلو د نوی سیستمونو  سره اشناکیدل  دی چه د تیرو سیستمونو سره توپیر لری.

وروسته د کندهار د ټولوبانکونونمایندګانو هر یولکه ښاغلی عبدالناصر سهاک د افغانستان بانک د ارتباطاتوعامه رئيس،ښاغلی خالدالرحمن امرخيل،دملی بانک نماينده، ښاغلی اسدالله ستانکزی د کندهار د ملی کوپراتیف یا (KDR llFC) نماینده اوښاغلی قربان علی حسنی، د افغانسان اسلامی بانک نماینده  پخپل وار سره ترتیب سوی سیمینارونه ګډونوالوته وړاندی کړل چه پدی سیمینارونو کی د بانک پر تاریخچه او دبانک څخه د پور د اخیستلو پر شرایطو باندی معلومات ورکول سول.

د پروګرام په اخر کی د ازاد بحث لپاره وخت ځانګړی سو چه د ګډونوالو سوالونه ،ستونزی  او وړاندیزونه پکښی حل او فصل سول.

چه د ښځود سوداګری او صنایع د خونی څخه څلورو تنو هری یوی لکه د  زون مدیری اغلی زهرا زاهد  دبانکونوله نمایندګانو څخه وغوښتل چه د سوداګرو ښځو د پاره د پور اخیستلو شرایط اسانه کړی ترڅو دوی وکولای سی چه پور واخلی ځکه چه د میرمنو سطحه  په افتصاد کی لوړه نده .

همدارنګه  اغلی شکریه کاکړ چه د سویل د سوداګری د خونی هیئت مدیره ده چه د غضنفر بانک څخه یی  د پور په اخیستلو کی ستونزه درلوده   خپله ستونزه یی  را وسپړله چه  نوموړی ستونزی  د حل لپاره د غضنفر بانک نماینده ورته ډاډ ورکړی او د پوره ورکولو وعده یی ورکړه او همدارنګه اغلی نازی بشرمل او نفس ګلی د سرو زرو پرموضوع  چه د امانت په ډول ایښودل کیږی او بیا په بدل کی ورته پور ورکول کیږی خبری وکړی چه د خپلو پوښتنوځوابونه یی ترلاسه کړل.