د افغانستان د خصوصی سکتور مشرانو دوهمه ناسته د خونو او خصوصی ســـکتور ګډ پریـــکړه لیــک

د خصوصی سکتور مشرانو دوهمه ناسته (کورونا ویرس ته د خصوصی سکتور ځواب) تر عنوان لاندې د چهارشنبه ورځ د ١٣٩٩ کال د غویی میاشتی ٤ مه ، چی د ٢٠٢٠ زیږدیز کال د اپریل له ٢٢ می سره سمون خوری د ماسپښین له ٠٠:٠٢ څخه تر ٠٠:٠٥ بجو پوری په آنلاین ډول د ویډیو کنفرانس له لارې د نړیوال سوداګرۍ خونی او د سوداګرۍ ملی خونو لخوا د حرکت مؤسسی په ملاتړ تر سره شوه. په دې ناسته کی د أفغانستان د نړیوال سوداګرۍ خونه، د سوداګرۍ او پانګونی خونی، د صنایعو او کانونو خونی، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونی، د کسب ګرو او هټیوالو خونی، د کرنی او مالداری خونی، او د جرمن – افغان سوداګرۍ او صنایعو خونی غړو برخه اخیستی وه چی په اجنډا کی شاملو موضوعاتو باندی ترهر اړخیز بحث ورسته، په لاندې موادو باندې په متحد ډول موافقه وکړه: