د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه او چمپ پروژې سره ناسته

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه او چمپ پروژې سره ناسته

تاریخ: ۱۳۹۸/۶/۲۷
ځای: د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه

نن چهارشنبه د سنبلې یا وږي میاشتې په ۲۷مه نيټه د یوسایډ ادارې د چمپ پروژې مسول او د ښځو سوداګرۍ خونې مسولې ترمنځ ناسته ترسره شوه.
لومړی په ننګرهار ولایت کې د چمپ پروژې مسول ښاغلې نقیب الله شهاب د خپلې ادارې د فعالیتونه په اړه خبري وکړي چې یوسایډ چمپ پروژې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په فعالیت پیل کړی دي چې په لومړیو کې د میوو او باغونو جوړولو او صادراتو برخه کې مرستې ترسره او فعالیتونه ترسره کړي دي.
ښاغلې شهاب وویل چمپ اوس مهال هغه سوداګرو خویندو سره چې لبنیاتو برخه کې کارکول غواړي یا کار کوي ۷۰٪ فیصده مرسته کوي او له نارینه سره ۵۰٪ مرسته کوو.
په ننګرهار ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې مسولې د چمپ پروژې فعالیتونه وستایل او پر خویندو یې غږ وکړو چې راشي او له دغو فرصتونو ګټه پورته کړئ.
دغه ناسته د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې په انګړ کې ترسره شوه.