د سوداګرو ښځو د سولې ملي ناسته “سوداګري د سولې او سوکالۍ سبب ګرځي”

د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم په تسهیل د هېواد له ۳۳ ولایتونو نه د افغان سوداګرو ښځو یو ورځنۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه. دغه غونډه کې به د هېواد د ۳۴ ولایتونو په استازولۍ د سولې او سوکالۍ په ټینګښت کې د سوداګرو ښځو د ونډې په څرنګوالي بحث او خبرې اترې وشو .دغه غونده د ۱۴۰۰ کال د زمری ۵ ه.ش ترسره شوه.

په دغه غونډه کې څو مهمه خبراټری وشوه چی له هغه جملی څخه د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې، افسانې رحیمي له خوا پرانېستل شو، او هغوی وفرمایل چی ” د ښځو موجودیت  په سوله کی ډیر اړین دی”. همدارنګه د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم د رهبري کمېټې مشره، لیلما ناصري پرمیکانیزم پر رول او مرکچي پلاوو ته د دې غونډې د پایلو لېږد په اړه معلومات ورکړل. هغوی همچنان وویل چې ” ښځو د سولی پروسی کی شامل نه دی او باید هغوی ته مهمه ړول ورکړل شی”.

همداړنگه ښاغلی شفیق عطایي د افغانستان د سوداګرې او پانګونې خونې اجرایوي سرپرست، د تېرو ۲۰ کلونو کې د صنعت په وده، پانګونې او دا چې دوی په تېرو دوو میاشتو کې څومره اغیزمن شوي، ویناوې درلود. ښاغلي عطايي زیاته کړه “سوداګر د هیواد اوسني وضعیت ته ډیر اندیښمن دي او دواړه ښکیلې خواوې باید د سولې په خبرو کې د خصوصي سکتور مهم رول په پام کې ونیسي، ځکه چې خصوصي سکتور په هیواد کې د تلپاتې سولې په رامینځته کولو کې مستقیم رول لري.”

 سره په دی، د سولې خبرو اترو وضعیت او د افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ به د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې میرمن لیزا ریفکه د ځانګړې ویناوالې په توګه وینا وکړل. میرمن لیزا ریفکه اضافه کړل چی یوناما متعهده ده چې له دواړو خواو څخه د سولی پروسه حمایت کري. هغوی وویل “کله چی ښځو د سولی پروسه کی شامله شی، د سولی نتیجه به دوامداره وي”.

په غونډه کې د ګردي میز بحث هم شامل وه او پر دې باندی بحث وشو چې سوداګرې ښځې څنګه د سولې او سوکالۍ راوستولو برخه کې مرسته کولی شی.د دی غونډی کوربه میرمن کامله صدیقی د کاویان شرکت مشری او د متشبثو ښځو کندهار، هرات، بامیان او مزارشریف په ګدون ترسره شو. د ګردي میز بحث وروسته، د کاري ډلو کې د ښځو سوداګرۍ او سولې په اړه به بحث وشو. د بحث پایلې به د اعلامیې په چوکاټ کې بیان شو. د غوندی په پای کې د غوندوی پریکره لیک د افغان ښځو د سوداګرې او صنایعو خونې اجرایوي مشرې، منیژه وافق له خوا ولوستل شو او له هغې وروسته د مذاکرې له دواړو ټیمونو سره شرېکه شو.میرمن منیژه وافق زیاته کړه  چی ۵۰٪ وداګرې ښځو خپل کار د ۲۰۱۴ نه پیل کړی ده.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په خصوصي سکټور کې افغان ښځو د پام وړ پرمختګونه لرلي دي او د صفر نه یې را پیل کړه، چې اوسمهال د هيواد په ګوت ګوت کې ۲۴۷۱ رسمي سوداګري او ۵۴۵۰۰ غیر رسمي سوداګري د افغان ښځو په مالکیت او رهبرۍ پرمخ وړل کېږي. د افغانستان داخلي ناخالص تولید کې ښځې د پام وړ ونډه لري. دغه اړینې لاسته راوړنې باید د کاري فرصتونو او د سوله ایز او با ثباته چاپېریال رامنځته کولو له لارې خوندي شي.  په پام کې ده، چې په دوحه کې د سولې خبرې اترې بیا پیل شي او په اصلي موضوعاتو بحث وشي. اوس تر بل هر وخت مهمه ده، چې د سولې رامنځته کولو برخه کې د مذاکره کوونکو خواوو پام اقتصادي پرمختګ او د سوداګرو ښځو ونډه ته راواړول شي.