د ننګرهار ښځینو کارمندانو سره فوکس ګروپ غنده

د ننګرهار ښځینو کارمندانو سره فوکس ګروپ غنده

د ننګرهار ښځينو سوداګرۍ خونې په مشرۍ د بيلابيلو ادارو ښځينو کارمندانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

دغه ناسته يا فوکز ګروپ چې د ننګرهار ښځينو سوداګرۍ خونې کې د اپاما او کاکړ وکيلان ادارو په نوښت د اکتوبر مياشتې په لسمه نېټه ترسره شوه،چې په کې له بېلابېلو خصوصي او دولتي ادارو د  ښځو چارو،چاپيريال، د کليو پراختيا او يوشمير نورو ادارو ښځينو کارمندانو په کې ګډون کړی و.

په دغه ګډه ناسته کې تر ډېره  د ښځينو کارمندانو پرستونزو بحث وشو. د هرې ادارې يوتن استازې خپلې اړوندې ستونزې بیان کړې او ټينګار يې درلود چې په اداراتو کې د ښځينو لپاره دې مناسب چاپيريال برابر شي،په عدليې او قضايي ارګانونو کې دې د ښځو اړوند دوسيې پر وخت حل شي.

دوی دغه راز په اداراتو کې د هغو ښځو په اړه هم بحث وکړ،چې څومره ښځينه په اداراتو کې خوندي دي او که له کوم مشکل سره مخ شي،نو له ستونزې د ژغورولو لپاره کومو لارو چارو ته اړتيا لري. بله موضوع په اداراتو کې د ښځينو ونډه، ډيری په دې فکر و چې په اداراتو کې د ښځينو ونډه کمه ده. دوی وايي ښځې حق لري چې په سياسي او اقتصادي برخو کې له نارينو سره فعاله ونډه ولری، دوی غوښتوونکي و چې په دولتی اداراتو کې د ښځو ته فعاله ونډه ورکړل شي.