د ورځی بازار لومړی نندارتون په هکله راپور

د ورځی بازار لومړی نندارتون په هکله راپور

د ۲۰۱۸ کال لومړی د ورځی نندارتون (بازار روز) د فردوسی پارک په دریم مکرویان که د دری (۳) ورځو لپاره ۲۴-۲۶ جنوری چي ۴-۶ مه نیټه د سلواغی میاشت کال ۱۳۹۶سره سمون خوری په لار واچول شو. چی دغه نندارتون د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د پانګې اچونې د پراختیا رئیس ښاغلی سعید سعیدی، د سوداګرۍ او صنايعو خونې رئیسه اغلی منیژه وافق، محترمه فضیله عزیزی د پانګی اچونی امره، ثریا صیفی د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونی غړی، اغلی پرورش اوریاخیل د سوداګرۍ پراختیایی خدمتونو امره، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت استازی، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت غړی، د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونی غړی، سوداګران او د رسنیو په ګډون پرانستل شو.

په دې نندارتون کې ۳۰ غرفی  (۲x۳) د ۳۰ میزونه او څوکۍ په درلودلو سره چی دGIZ  په مالی مرسته د سوداګرۍ او صنايعو وزارت خونی ته ورکړل شوی وو او بیا د دغه وزارت لخوا د افغانستان سوداګرو ښځو او صنایعو خونی ته سپارل شوی وو، د سوداګرو ښځو د خدمتونو او تولیداتو وړاندې کولو لپاره سوداګرو ښځو ته ورکړل شول. دا نندارتون په منظم ډول د “ورځی بازار” په نامه په هره دوې میاشتې کې د ښځو ملی او د نړیواله ورځ په خاطر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره په مرسته په لاره اچول کیږي، چې دغه نندارتون به تر دریو کالو پوری ترسره شي. د داسې نندارتونونو په لاره اچولو موخه د خلکو هڅول دي تر څو پوری د ښځو تولید شوی شیان او کورنی تولیدونو څخه ګټه واخلی.

په دې نندارتون کښی ۴۵ سوداګرو میرمنو ته بلنه ورکړل شوې وه. په دغه نندارتون کی سوداګری ښځی چی د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونی او د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ARDEP)) غړیتوب لری ګډون کړی وو. چی ۳۵ تنه یی د افغانستان د ښځو او سوداګرۍ خونی غړی او نور پاتي یی د ARDEP))  له خوا چی د ننګرهار، پروان او بلخ ولایت څخه وو راپیژندل شوی وو. په دغه نندارتون کښی د خرڅلاو او تولیداتو ښودلو لپاره د ښځو بیلابیل محصولات وړاندې شول، چی پکښی لاسي صنایع، غالۍ، بکسی، وچ ترکاری، وچی میوی، مربا او اچار، شات، زغفران توریستی خدمتونه او ګانۍ شامل ول. ټولو سوداګرو ښځو ښه پلور د ۲۰۰۰۰۰ افغانیو په مجموعه کښی درلود. دغو ښځو د داسې نندارتونونو په ترسره کولو سره خوښی څرګنده کړه او د داسی نندارتونونو دلازیاتو ترسره کولو غوښتنه یې وکړه. برسیره پردی، دوی د سوداګرو ښځو د پلور او سوداګرۍ ټینګښت لپاره د اوږد مهالو اسانتیاو چمتوکولو غوښتنه وکړه.