د افغان ښځو د ونډی زیاتوالی د سوداګری په برخه کی کمپاین

د افغان ښځو د ونډی زیاتوالی د سوداګری په برخه کی کمپاین

 

نیټه : د کب ۱۳ مه ۱۳۹۸

ځای:میرویس پوهنتون ډند چوک

نن د کب پر ۱۳د کندهار ولایت د میرویس نیکه  په خصوصی  مؤسسه کی د افغان ښځو ونډه زیاتوالی په سوداګری برخه کی کمپاین د میرویس پوهنتون په همکاری په هم دی پوهنتون کی ترسره شو چه په یاد پروګرام کی ۳۰  ښځینه محصلینو ګډون وکړ. ددی کمپاین موخی په لاندی ډول وو:

  • د افغانستان د سوداګری په برخه کی د نیوو لاسته راوړنو او پرمختګونو څخه د ښځو خبراوی

نورو ته د کار کولو او کاری فرصتونه رامنځته کولو لپاره د نوی نسل د اناث طبقی تشویق

  • د سوداګرو ښځو د تجربو د اوریدلو لپاره زمینه مساعدول
  • سوداګرو ښځو ته د سوداګری خونی شتون د یو ملاتړی سیسټم په توګه اطمینان ورکول

په لومړۍ  سر کی پروګرام د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتو په تلاوت سره پیل سو وروسته په کندهار کی د سواګری او صنایعو خونی مرستیاله آغلې ظریفی علیزاده د کندهار  ښځو د سوداګری او صنایع  خونی د فعالیتونو په اړه اړوند معلومات او همدارنګه د یاد کمپاین په اړه یی ګډونوالو ته معلومات ورکړه .

وروسته د میرویس نیکه پوهنتون استازی ښاغلی بخت محمد ریحان چي په دی کمپاین کی ګډون درلود د خپلو خبرو په ترځ کی د یاد کمپاین په لاره اچولو څخه خوښی وشوده او زیاته یی کړه چی افغاني ښځی  د افغانی ټولنی قوت دی او باید د هغوی د کړنو څخه ملاتړ وسی.

وروسته د کندهار د ښځو د سوداګری او صنایعو خونی د بورډ غړې آغلی حسیبا نوری د تشبث اړوند ترتیب شوی سیمینار ګډونوالو ته وړاندی کړه.  په ژوند کی د سوداګری تاثیرات، د متشبث او کارمند تر منځ توپیر، د کارمند او یو متشبث شخص خصوصیات او سوداګریز پلان هغه موضوعات وو چی  په یاد پریزنتیشن کی بحث پری وسو.

د پریزنتیشن په نیمه برخه کی د آغلی ظریفه علیزاده له لوری ګډونوالو ته د تمرین ورقی وویشل سوی چی ګډونوالو له لوری په ‌ډیر علامندی سره ډکی او تسلیم کړی وروسته تر هغه آغلی حسیبا نوری د پریزنتیشن پاته برخی ته ادامه ورکړه.

د پریزنتیشن تر ارایې وروسته د پروګرام په دریمه برخه کی چی د ښځینه سوداګرو د تجربیاتو د شریک برخه وه، د کامیابو ښځینه وو سوداګرو څخه د کندهار د نورین خیاطی استازی میرمن معصومه د سوداګری او په دی برخه کی د خپلو تجربو اړوند ګډونوالو ته وینا وکړه

د پورګرام وروستی برخه کی د آغلی ظریفه علیزاده له لوری ګډونوالو ته د ملاحظی ورقی وویشل سوی او تر خانه پوری وروسته بیرته ټولی سوی .

د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسی د اداری څخه منندوی یو چی د یاد پروګرام د لاری اچونی په برخه کی د ښځو سوداګری خونی سره ښه همکاری وکړه.