د ښځینه سوداګرو د ملي اجنډا د پرانیست غونډه – د افغانستان په ۳۴ ولایاتو کی د سوداګرۍ په برخه کی د میرمنو په وړاندې ننګونو او د حل لارو لپاره د حق غوښتنی سند

سريزه:

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د یوه ملي خونې په توګه چې په سوداګرۍ په برخه کی د میرمنو استازیتوب او اقتصادي ونډی استازولی کوی، ویاړ لري چی د ښځو د سوداګرۍ ملي اجنډا پرانیست غونډه د یکشنبه په ورځ، د چنګاښ ۱۵، د ۱۳۹۹ کال، د زوم له لارې د سهار په ۹:۰۰ بجو ترسره کړه.

 

د ښځو د سوداګرۍ ملي اجنډا پرانیست غونډه کی د افغانستان لومړۍ میرمن اغلی رولا غنی، د ښځو چارو وزیره میرمن حسینه صافی، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلی عبد الکریم ملکیار، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بورد رییسه میرمن افسانه رحیمی او اجرايي رییسه میرمن منیژه وافق، افغانستان کی د خصوصي تشبثاتو نړیوال مرکز (سایپ) رییس ښاغلي محمد نصیب، او د افغانستان له ۲۰ څخه د زیاتو ولایتونو نه د ۵۰ څخه ډیرو سوداګرو میرمنو ګډون درلود.