د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني په بلخ ولایت کښی د رسمی څانګی پرانیست غونډه تر سره کړه

نیټه او وخت:      کال ۱۳۹۶د دلو ۸ مه نیټه ، د سهار نهه بجې –  یوی بجی پوری

ځای:                 د بلخ ولایتی شورای سالون، د بلخ ولایت

اړیکه:               info@awcci.af او یا 0706323379

د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني په بلخ ولایت کښی د رسمی څانګی پرانیست غونډه د کال ۱۳۹۶د دلو ۸ مه نيټه، د بلخ ولایتی شورای سالون کښی تر سره کړه.

په کال ۲۰۱۳ کښی د افغانستان مخکښه سوداګرۍ د افغانستان د پراختیا لپاره یا  (LEAD) Leading Entrepreneurs for Development of Afghanistan تر نامه لاندي د ښځو د حق غوښتنی دریځ جوړه کړه، تر څو د سوداګرو ښځو ستونزی او غوښتنی په ملي پالیسیو او پلانونو کښی راونغاړي.

ددغی ارګان نوم د (لیډ، LEAD) نه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني په نوم را واوښتل شوه. دغه پریکړه په داسی حال کښی ونیول شوه چی د اقتصاد عالی شورا مشری ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غني کوله او ددی شورا له پریکړي سره سم د یو فرمان په ترځ کښی ترسره شوه.

په  یاد غونډه کښی لاندی مخکښه چارواکو خپلی څرګندونی بیان کړي: آغلی شهلا حدید د بلخ د ښځو چارو رئیسه، آغلی افسانه رحیمی – د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونی د بورد رئیسه، آغلی شکیبا شکیب د بلخ والی سلاکار او آغلی منژه وافق – د افغانستان د ښځو د سوداګری او صنایعو خونی رئیسه.

د یادونی وړ ده چی په دغه غونډه کی د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونی اساسنامه اغلی منیژه وافق وړاندی کړه او مدیره هئیت د بلخ ځانګی لپاره د یو شمیر ټاکنو په اساس وټاکل شول.

په درنښت