د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني په ننګرهار ولایت کښی د رسمی څانګی پرانیست غونډه تر سره کړه

نیټه او وخت:      د سلواغی ۳۰ مه نیټه کال ۱۳۹۶، د سهار نهه بجې څخه تر  یوی بجی پوری

ځای:     د ولایت مقام سالون د ښاروالی میلمستون

اړیکه:               info@awcci.af او یا 0706323379

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني د رسمي پرانیست غونډه د روان کال د دلو ۳۰ مه نيټه  د سهار پر ۸:۳۰ بجي، د ولایت مقام د ښاروالی میلمستون کښي تر سره کړه.

په کال ۲۰۱۳ کښی د افغانستان مخکښه سوداګرۍ  د افغانستان د پراختیا لپاره یا  (LEAD) Leading Entrepreneurs for Development of Afghanistan تر نامه لاندي د ښځو د حق غوښتنی دریځ جوړه کړه، تر څو د سوداګرو ښځو ستونزی او غوښتنی په ملي پالیسیو او پلانونو کښی راونغاړي.

ددغی ارګان نوم د (لیډ، LEAD) نه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني په نوم را واوښتل شوه. دغه پریکړه په داسی حال کښی ونیول شوه چی د اقتصاد عالی شورا مشری ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غني کوله او ددی شورا له پریکړي سره سم د یو فرمان په ترځ کښی ترسره شوه.

په  یاد غونډه کښی لاندی مخکښه چارواکو خپلی څرګندونی بیان کړي. د ننګرهار ولایت ښاغلی والی صاحب ګلاب منګل، د ننګرهار ولایت د ښځو چارو رئیسه اغلی انیسه عمرانی، د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ رئیس ښاغلی شیرعلم، د افغانستان ښځو د سوداګري خوني هییت مدیره اغلی ناهید حمیدی او آغلی منیژه وافق – د افغانستان د ښځو د سوداګری او صنایعو خونی رئیسه.

د یادونی وړ ده چی په دغه غونډه کی د افغانستان د ښځو سوداګرۍ اساسنامه اغلی منیژه وافق وړاندی کړه او مدیره هئیت د ننګرهار ځانګی لپاره د یو شمیر ټاکنو په اساس وټاکل شول.

په درنښت