د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني په هرات ولایت کښی د فعالیتو او رسمی څانګی پرانیست غونډه تر سره کړه
نیټه او وخت: د حوت ۸ مه نیټه کال ۱۳۹۶، د سهار نهه بجې څخه تر یوی بجی پوری
ځای: د هرات ولایت مقام سالون
اړیکه: info@awcci.af او یا 0706323379
د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د رسمي پرانیست غونډه د روان کال د حوت ۸ مه نيټه د هرات ولایت مقام سالون کښي تر سره کړه.
په کال ۲۰۱۳ کښی د افغانستان مخکښه سوداګرۍ د افغانستان د پراختیا لپاره یا (LEAD) Leading Entrepreneurs for Development of Afghanistan تر نامه لاندي د ښځو د حق غوښتنی دریځ جوړه کړه، تر څو د سوداګرو ښځو ستونزی او غوښتنی په ملي پالیسیو او پلانونو کښی راونغاړي.
ددغی ارګان نوم د (لیډ، LEAD) نه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني په نوم را واوښتل شوه. دغه پریکړه په داسی حال کښی ونیول شوه چی د اقتصاد عالی شورا مشری ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غني کوله او ددی شورا له پریکړي سره سم د یو فرمان په ترځ کښی ترسره شوه.
په یاد غونډه کښی لاندی مخکښه چارواکو خپلی څرګندونی بیان کړي. د هرات ولایت محترم والی صاحب ښاغلی محمد آصف رحیمی، د هرات ولایت د والی صاحب معاون اغلی مونیسه حسن زاده، د هرات ولایت د ښځو چارو رئیسه اغلی عزیزه کریمی، د افغانستان ښځو د سوداګرۍ خونی د هییت مدیره سوداګرۍ معاون اغلی ناهید حمیدی او آغلی منیژه وافق – د افغانستان ښځو د سوداګری او صنایعو خونی رئیسه او یو تن جوړونکی.
د یادونی وړ ده چی په دغه غونډه کی د افغانستان ښځو د سوداګرۍ اساسنامه اغلی منیژه وافق وړاندی کړه او مدیره هئیت د هرات ځانګی لپاره د یو شمیر ټاکنو په اساس وټاکل شول.
په درنښت