د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني په جنوب زون-کندهار ولایت کښی د رسمی څانګی پرانیست غونډه تر سره کړه
نیټه او وخت: د کب ۱۴ مه نیټه کال ۱۳۹۶، د سهار نهه بجې څخه تر یوی بجی پوری
ځای: د ولایت مقام غازی امان الله خان سالون
اړیکه: info@awcci.af او یا 0706323379
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني د رسمي پرانیست غونډه د روان کال د ۱۴ مه نيټه د ولایت مقام د غازی امان الله خان میلمستون کښي تر سره کړه.
په کال ۲۰۱۳ کښی د افغانستان مخکښه سوداګرۍ د افغانستان د پراختیا لپاره یا (LEAD) Leading Entrepreneurs for Development of Afghanistan تر نامه لاندي د ښځو د حق غوښتنی دریځ جوړه کړه، تر څو د سوداګرو ښځو ستونزی او غوښتنی په ملي پالیسیو او پلانونو کښی راونغاړي.
ددغی ارګان نوم د (لیډ، LEAD) نه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خوني په نوم را واوښتل شوه. دغه پریکړه په داسی حال کښی ونیول شوه چی د اقتصاد عالی شورا مشری ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غني کوله او ددی شورا له پریکړي سره سم د یو فرمان په ترځ کښی ترسره شوه.
په یاد غونډه کښی لاندې مخکښه چارواکو خپلی څرګندونی بیان کړي. د کندهار ولایت محترم والی صاحب ښاغلی زلمی ویسا، د کندهار ولایت د شورای رئیس صاحب ښاغلی سید جان خاکریزوال، د کندهار ولایت د ښځو چارو رئیسه اغلی روقیه اچکزۍ، د کندهار ولایت د سوداګرۍ رئیس صاحب ښاغلی علاوالدین حمیدی او آغلی منیژه وافق – د افغانستان ښځو د سوداګری او صنایعو خونی رئیسه او یو تن جوړونکی.
د یادونی وړ ده چی په دغه غونډه کی د افغانستان د ښځو سوداګرۍ اساسنامه اغلی منیژه وافق وړاندی کړه او مدیره هئیت د کندهار څانګی لپاره د یو شمیر ټاکنو په اساس وټاکل شول.
په درنښت