د خوښې خبره

د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونه سوداګرو میرمنو ته د خپلو نورو خدماتو په دوام سره د ښوونې روزنې (منتورشپ) برنامه په لاره اچوي. د دې برنامې له لارې، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سوداګرۍ میرمنې، نارینه او متخصصین کولی شي خپله پوهه، مهارتونه او سوداګریزه تجربه د افغان سوداګرو میرمنو سره د ښځو خونی په همغږۍ کې چمتو شوي کاری مهالویش په کارولو سره شریک کړي. دا برنامه افغانوسوداګرو میرمنو ته د ښوونی، پوهې او مهارتونو لیږدونې فرصت لپاره په لاره اچول شوي ترڅو دوی خپل سوداګرۍ ته وده ورکړي او په سوداګرۍ کې بریالي شي.
د ښځو خونه هغه کسانو ته چی وغواړی خپل پوهه، مهارتونه او تجربه راسره شریکه کړی (منتور/روزنکی)، او هغی سوداګرۍ میرمنی چه غواړی وروزل شی (مینتی/ زده کونکی)، خپل غوښتنلیک د لاندی لینک لا لاری موږ ته واستوی.
د دواړو، منتور/روزنکی او مینتی/ زده کونکی لپاره دې روزنې (منتورشپ) برنامه په دواطلب ډول ده. د ښځو خونه غواړي چې د روزنې (منتورشپ) لومړی ډله د وری ۲۶ کې پیل کړي. مهرباني وکړئ د وری ۲۴ پورې خپل غوښتنلیک راواستوئ