د سوداګرو ښځو د سولې ملي ناسته "سوداګري د سولې او سوکالۍ سبب ګرځي"

د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم په تسهیل د هېواد له ۳۳ ولایتونو نه د افغان سوداګرو ښځو یو ورځنۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه. دغه غونډه کې به د هېواد د ۳۴ ولایتونو په استازولۍ د سولې او سوکالۍ په ټینګښت کې د سوداګرو ښځو د ونډې په څرنګوالي بحث او خبرې اترې وشو .دغه غونده د ۱۴۰۰ کال د زمری ۵ ه.ش ترسره شوه.

دغونډی په پای کې دغونډی پریکړه لیک صادر شو. 

د سوداګرو ښځو ملي اجنډا - په افغانستان کې د اقتصادي کولو لیدلوری

په ټول افغانستان کښی د لسګونو متخصصینو د میاشتو میاشتو هڅو وروسته ویاړم چې د ښځو سوداګرۍ ملي اجنډا  وړاندې کوم. موږ هیله لرو چې دا سند د افغانستان په اقتصاد کښی د ښځینه سوداګرو د وضعیت اړوند د ستراتیژیک یا اوږدمهاله پیل ټکی په توګه او هغه څه چې د هغو د ملاتړ لپاره واوسي.  افغان سوداګری میرمنی د افغانستان په اوس او راتلونکي کښی دوه اړینی ونډی لري. لومړۍ، د افغان سوداګرو میرمنو کار د افغانستان اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ډیرو هڅو، د کار فرصتونه  رامنځته کولو، او د سوداګري کسرونو د کمښت په برخه کښی مرسته کوي. دوهم، زموږ معلومات څرګندوي چې سوداګري لرونکي ښځې په ډير احتمال سره ښځینه بشري ځواک په کار نیسي، په پایله کښی د ښځو لپاره د اړتیا وړ د دندی  مسلکی فرصتونه او مالي پیاوړتیاوې چمتو کوي. د ۱۳۲۵ ښځینه سوداګرو ونډوالو په جمله کښی چې د دې سند په ډله ایز خبرو اترو او اړینو معلوماتی مرکو کښی یې ګډون کړی، د هغوي د کاري ځواک ۸۸.۵ سلنه یې ښځینه کارکوونکي تشکیلوی. دا سلنه په افغانستان کښی د ښځینه ځواک مشارکت ۲۱.۸ څلوربرابره څرګندوي، چې په ۲۰۲۰ کال د نړیوال بانک لخوا ثبت شوې ده.