د ښځو د پیاوړتیا او د کوچنیو سوداګریزو تشبثاتو د پراختیا په موخه، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ۲۰ هغه مېرمنې چې تازه یې د سوداګرۍ ډګر ته مخه کړې ده، د آغا خان بانک ته ور وپېژندلې.
د دې پروګرام موخه دا ده چې یادو مېرمنو ته د کوچنیو پورونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي او د سوداګرۍ په برخه کې د هغوی لومړني ظرفیتونه پیاوړي شي، تر څو وکولای شي خپلې اقتصادي چارې په مؤثر ډول پیل او پراخې کړي.
دا اقدام د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د هغو ملاتړي پروګرامونو برخه ده چې د ودې، مالي خپلواکۍ او په اقتصاد کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي لپاره ترسره کېږي.



Add a Comment