د افغانستان د محصولاتو نندارتون د ۱۴۰۲ کال د حوت په ۱۴ نېټه د عشقآباد په ښار کې ترسره شو. په دې نندارتون کې د افغانستان پلاوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ و، د ۲۵۰ ملي او نړیوالو سوداګرو سره ګډون درلود.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د فعالیتونو په چوکاټ کې، افغان سوداګرو ښځو هم فعاله ونډه اخیستې وه. شاوخوا ۱۵ تنو سوداګرو ښځو خپل محصولات او وړتیاوې په بېلابېلو برخو کې نندارې ته وړاندې کړې او همدارنګه یې د ترکمنستاني لوري سره په سوداګریزو ناستو کې ګډون وکړ.
دا پروګرام د خونې د هغو هڅو یوه برخه ده چې د ښځو د پیاوړتیا، د صادراتو د پراختیا او په نړیوالو بازارونو کې د هغوی د حضور د زیاتوالي لپاره ترسره کېږي. د دې پروګرام له لاسته راوړنو څخه یوه دا وه چې د افغان او ترکمن سوداګرو ښځو ترمنځ سوداګریز جوړښت رامنځته شو، چې په ترڅ کې یې د تفاهم یو تړون هم لاسلیک شو.




Add a Comment