د افغانستان د محصولاتو لوی نندارتون د ۱۴۰۲ کال د میزان په ۲۹مه (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۲۱مه) د قزاقستان په الماتي ښار کې پرانیستل شو او د درې ورځو لپاره یې دوام وکړ. په دې نندارتون کې شاوخوا ۲۵۰ افغان پانګهوال او صنعتکارانو خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په دې نندارتون کې د ښځینه متشبثینو د فعال ګډون زمینه برابره کړه او ۱۳ تنه سوداګریزې ښځې یې د خپلو محصولاتو د نندارې لپاره واستولې. دغو ښځو په ۱۰ ځانګړو غرفو کې خپل متنوع محصولات وړاندې کړل، چې په کې لاسي صنایع، قالین او لاسي جوړ شوي پارچهګانې، ګاڼې او د خوړو محصولات شامل وو، او د افغان ښځو د اقتصادي وړتیاوو په معرفي کولو او د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې یې مهم رول ولوباوه.




Add a Comment