2026_01_18_20_29_38_IMG_0629

د ښځو د سوداګرۍ خونې د معرفي کولو او نظرونو د تبادلې پروګرام د TLO او ACTED په همکار

د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۸ او ۱۹ نېټه، د TLO موسسې او ACTED بنسټ په همکارۍ د نظرونو د تبادلې، پوهاوي او د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د معرفي کولو لپاره یوه برنامه د یو شمېر ښځو لپاره جوړه شوه.

دا برنامه د هغو ښځو د هڅونې او ملاتړ په موخه جوړه شوه چې د موجوده شرایطو له امله د ښوونځیو د زده‌کړو او د دولتي ادارو په کارونو کې برخه نه شي اخیستلی، تر څو د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د فرصتونو او خدماتو سره آشنا شي او د اقتصادي فعالیتونو بدیل لارې چارې وپیژني.

دا برنامه د ۷۰ ښځو لپاره پلان شوې وه، او په ترڅ کې یې هغوی ته د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د فعالیتونو، خدماتو او موجوده فرصتونو اړوند اړین معلومات وړاندې شول.

په پای کې، د ګډونوالو د قدردانۍ او تشویق په موخه، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له لوري هغوی ته افتخاري غړیتوبونه ورکړل شول.

Tags: No tags

Add a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *