د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او د نوو کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د TLO موسسې په همکارۍ د انلاین خرڅلاو روزنیز پروګرام د هغو نجونو او مېرمنو لپاره جوړ کړ چې د بېلابېلو محدودیتونو له امله له ښوونځیو او پوهنتونونو پاتې شوې دي او د کور څخه بهر د کار کولو لپاره پانګه نه لري.
د دې پروګرام موخه دا وه چې یادو مېرمنو ته د انلاین بسترونو له لارې د اقتصادي فعالیت زمینه برابره شي، تر څو وکولای شي له کوره عاید ترلاسه کړي او د ډیجیټل اقتصاد برخه وګرځي.
دا روزنیز پروګرام د دوو ورځو لپاره ترسره شو، چې شاوخوا ۷۵ مېرمنو پکې ګډون وکړ او د انلاین خرڅلاو په برخه کې اړینې زده کړې یې ترلاسه کړې.
دا اقدام د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د هغو هڅو برخه ده چې د کارموندنې ملاتړ، د ډیجیټلي مهارتونو پیاوړتیا او په معاصر اقتصاد کې د ښځو د ونډې زیاتوالي لپاره ترسره کېږي.


Add a Comment