2026_02_14_02_08_54_IMG_2123

د متشبثۍ ملاتړ او د ښځو اقتصادي وړتیا پیاوړتیا

د ښځو د کارآفرینۍ د ملاتړ او د هغوی د اقتصادي ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه او د السو مؤسسه (AELSO) د ۲۰۲۶ د فبرورۍ په ۱۴مه / د ۱۴۰۴ کال د دلوې په ۲۵مه نېټه د ۷۰ ښځو لپاره یو ورځنی پروګرام ترسره کړ.

د دې پروګرام موخه د ښځو د کاروبار د ودې او پراختیا لپاره روزنه او اغېزمنې لارې چارې وړاندې کول وو، تر څو ښځې وکولای شي خپل اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي او مالي ثبات ترلاسه کړي.

د پروګرام په پای کې، د ښځو د هڅو او ګډون د قدردانۍ په موخه د دې موسسې او د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له لوري د ستاینلیکونه ووېشل شول.

Tags: No tags

Add a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *