د ۱۴۰۴ کال د حوت میاشتې په ۲۱مه نېټه، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ۵۰ بې وزله ښځو لپاره د افطار پروګرام جوړ شو. د دې پروګرام موخه د اړمنو کورنیو ملاتړ او د ټولنیز یووالي او همدردۍ فضا رامنځته کول وو.
دا د افطار غونډه د سوداګرۍ خونې، د GNI موسسې او د افغانستان د سراسري عیارانو د سولې شورا په همکارۍ ترسره شوه. ګډونوالو په یو صمیمي او معنوي چاپېریال کې سره راټول شول او له دې نېک اقدام څخه یې ګټه پورته کړه.






Add a Comment