د ۱۴۰۴ کال د حوت په ۲۱مه نېټه د ۶۰ مېرمنو متشبثینو د یوه کلني فعالیت د قدردانۍ لپاره یو پروګرام ترسره شو. دغه مراسم هغو مېرمنو ته ځانګړې شوې وې چې په بېلابېلو سکتورونو کې لکه صحت، ګنډل، کرنه، د خوړو د موادو پروسس او نورو برخو کې فعاله وې او د افغانستان د ښځو او نجونو خدمت یې کړی دی. د دې پروګرام په پای کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا تقدیرنامې ورکړل شوې.






Add a Comment