د «د افغانستان اقتصادي طلوع» نندارتون د افغانستان د اقتصادي انکشاف ادارې (AEGIO) په نوښت او د خانبیک آسیا د نندارتون خدمتونو شرکت په تخنیکي مرسته ترسره شو. دغه نندارتون د هېواد د ظرفیتونو د معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو د ودې او د متشبثینو د ملاتړ په موخه جوړ شوی و.
دا نندارتون د ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل له ۲۰مې تر ۲۳مې (۲۰۲۶ میلادي) پورې د کابل ښار په خلیج هوټل کې ترسره شو.
د دې نندارتون اساسي موخې د هېواد اقتصادي لاسته راوړنو معرفي کول، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، د دولتي او خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکارۍ فرصتونه رامنځته کول، او د سوداګریزو اړیکو پراخول وو. په دې نندارتون کې بېلابېلو ادارو ګډون کړی و، لکه دولتي ادارې، خصوصي سکتور، نادولتي مؤسسې (NGOs)، تولیدي شرکتونه، د کرنې او مالدارۍ سکتور، لاسي صنایع، مخابراتي خدمتونه او د ګرځندوی سکتور.
په دې پروګرام کې شاوخوا ۱۸۰ د ښځو اړوند شرکتونو او ۵ د نارینه وو شرکتونو د متشبثینو او تولیدونکو له ډلې څخه ګډون کړی و او خپل محصولات او خدمات یې نندارې ته وړاندې کړل. دا پراخ ګډون د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د ښځو د برجسته رول څرګندونه کوي.
همدارنګه، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونه هم په دې نندارتون کې ونډه درلوده او د ښځینه ګډونوالو ملاتړ یې وکړ، ترڅو هغوی په دې اقتصادي پروګرام کې اغېزمن حضور ولري.
دغه نندارتون د ګډونوالو او لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شو او د اقتصادي ودې، د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.



















































